د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو  برابرو  داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ چې د عامې روغتیا وزارت اړوند لاندې روغتونونو د ناورغانو، نوکریوالانو، او خواړو پخلي لپاره د مایع ګاز تدارک کولو پروسه د (1000 بستریز، 450 بستریز، 100 بستریز ځوانانو، 100 بستریز اغوش کمپ، 20 بستریز کوهدامن او 50 بستریز پلچرخي) چې د ( MOPH/1404 /NCB/G -1269)  داوطلبۍ شمېرې لرونکی دی ګډون وکړئ او د شرطپاڼې سافټ د tenders.ageops.af سایټ له لارې څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سر تړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم د 08/02/1404 هـ ش نېــټې،د دوشنبې ورځ سهار تر 10:00 بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د  تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستې خونې ته، چې د وزیر محمد اکبر خان مېنه  د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه قرار لري، وسپارۍ.

 ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه(آفرونه) د منلو وړ نه دي.

دآفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (115,000) یو سلو پنځلس  زره افغانۍ دي او د آفر پرانیستلو غونډه د 08/02/1404 هـ ش نېــټه، دوشنبه ورځ سهار 10:00 بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کېږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۲:۴۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عاجل ابن سینا روغتون  ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره د ( یو قلم طبي اکسیجن) پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې، چې د ( MOPH/ECP/NCB/1404/G001) . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۲:۳۰
Background image

د تړون ورکړې د پریکړې خبرتیا !

رابعه بلخي روغتون ریاست په پام کې لري، چې د دې روغتون اړوند د 1404 مالي کال لپاره د 32 قلموتنظیفاتي مواد د تدارک او چمتو کولو تړون، چې د ریفرینس شمېره یې MOPH/RBH/1404/NCB/G006 ده د . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۰:۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د عدلي طب ریاست اړوند د شنې ساحې څلور خواوو ته د اوسپنیزې کټارې رغولو او نصبولو، د تشنابونو او اودس ځای په بنسټیزه . . .

Back to tenders