د خصوصي روغتیايي انسټېټیوټونو د تحصیلي کیفیت د لوړولو په موخه باصلاحیته کمېټه وټاکل شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۶:۳۷
moph

د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د حکم پر اساس د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ د څو تنو رئیسانو او مسلکي استادانو په ګډون د خصوصي انسټېټیوټونو د زده ګړیالانو د تحصیلي کچې د کیفیت لوړولو په موخه يوه باصلاحيته كمېټه ټاکل شوې ده

یاده کمېټه د غضنفر روغتیایي علومو انسټېټیوټ د ټولو څانګو د کریکلوم او مفرداتو بیا کتنه کوي او وروسته له کتنې به خصوصي انسټېټیوټونو ته همدغه کریکلوم او مفردات رسوي؛ ترڅو په ټول هېواد کې په یو واحد سیسټم درسونه وویل شي.

همداراز، د خصوصي انسټېټیوټونو ریاستونو چې کوم ډیتابیس جوړ کړی، نوموړې کمېټه به یې په مکمل ډول عملي کولو کې له ریاستونو سره همکاري کوي؛ تر څو بشپړ عملي شي او د تحصیل کیفیت لوړولو لپاره به ټول هغه کارونه پر مخ وړي، چې په هغو سره د تحصیل کیفیت لوړېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۸:۵۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ادارو او دوهمي واحدونو لپاره د ۲۷ قلمه تنظیفاتي موادو د افر پرانیستې پروسه تر سره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس، مالي او اداري ریاستونو او یو شمېر لوژستیکي شرکتونو د استازو په شتون کې تر سره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس، استاد محمد یونس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۲
Background image

د سمنګان ولایت د دوو روغتونونو لپاره د لمریزې برېښنا پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د سمنګان ولایت د دره صوف بالا او دره صوف پایین ولسوالیو روغتونونو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم دوه پروژې د (UNDP) په مالي ملاتړ سره د درې سوه زره (300,000) امریکایي ډالرو په لګښت ګټې. . .

BACK TO NEWS