د جوزجان ۲۰۰ بستریز روغتون ته د ۵۰ زره ډالرو په ارزښت نوي طبي تجهیزات ورکړل شول

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۴:۱۲
MOPH

د دې تجهیزاتو د سپارلو مراسم د جوزجان د عامې روغتیا رئیس قاري ذبیح الله حسیني، د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سیف الدین معتصم او د دغه ولایت د سیمه ییزو ادارو د یو شمېر مسؤلینو په شتون کې ترسره شول.

د جوزجان د عامې روغتیا رئیس، قاري ذبیح الله حسیني وویل: دا مرسته چې پنځه قلمه مهم طبي تجهیزات په کې شامل دي، د شیخ سرور بن محمد آل نهیان، چې د متحده عربي اماراتو له شیوخو څخه دی، ترسره شوې، چې ورسره به د جوزجان په ۲۰۰ بستریز روغتون کې روغتیايي خدمتونه لا ښه شي.

په دې روغتیايي تجهیزاتو کې یوه پایه د ناروغانو مانیټور، زېږون مېز، د الټراساونډ ماشین (سونولوژي)، د تعقیم کولو ماشین (آټوکلاو) او یو ساده پرینټر ماشین شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې د دې تجهیزاتو په مرسته یاد روغتون کې د طبي تجهیزاتو د نشتوالي له امله رامینځته شوې شاوخوا ۵۰ سلنه ننګونې حل شوې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۵:۲۲
Background image

په بلخ، غور او جوزجان ولایتونو کې د روغتیايي او خوراکي تاسیساتو نظارت ترسره شو

د بلخ، غور او جوزجان ولایتونو روغتیايي مسؤلینو په دغو ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو، کتنځایونو، تشخیصیه کلینیکونو، د خوارکي موادو له تاسیساتو او عمده پلورنځیو څخه نظارت تر سره کړ

پ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د خصوصي روغتیايي سکټور او د مالګې د بسته بندۍ له یو شمېر کارخونو څخه نظارت تر سره شو

یاد نظارت د پکتیا ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې نظارتي تیمونو له لوري له ۱۷ بابه درملتونونو او د مالګې د بسته بندۍ له ۹ کارخونو څخه تر سره شو، چې پایله کې ۱۷ قلمه له نېټې تېر. . .

BACK TO NEWS