د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې (۲۹۷۱) ډوله درملو او خوراکي توکو د کیفیت تثبیت ترسره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۰:۲۲
moph

د عامې روغتیا وزارت خوړو او درملو معینیت اړوند، خوړو او درملو د کنټرول او کیفیت مرکزي لابراتوار د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې  (۲۹۶۴) ډوله درمل او ۷ ډوله خوراکي توکي تجزیه کړي، چې له ډلې یې ۲۱ ډوله منفي او ۱۷۲ ډوله د بېلا بېلو لاملونو له کبله بېرته رد شوي او د ذکر شویو نمونو له تحلیل څخه (۲۰۱۲۶۱۴) افغانۍ د حکومت حساب ته جمع شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په قانوني توګه د درملو او خوراکي توکو وارداتو برخه کې د اسانتیا له امله د نمونو شمېر هم زیات شوی او په نږدې راتلونکي کې به د خوړو او درملو د کنټرول او کیفیت په موخه د هېواد په څلورو زونونو کې ستر او مجهز لابراتوارونه پرانیستل شي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS