د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
 MOPH

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت د ابن سینا صدري روغتون ریاست په پام کې لري، چې د 1404 کال لپاره د یو قلم طبي اکسیجن چې د پېژندنې شمېره یې (MOPH/ISCH/ NCB/1404/G1)ده. د ( حیات اکسیجن تولیدي شرکت ( ته ورکړي، یاد شرکت  چې د (D-29860) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (پکتیا کوټ 9 ناحیه مرکز کابل) کې دی، چې د تړون بیه یې (1490000)  یو میلیون څلور سوه نوي زره افغانی ده.

د ټولو حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي، چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو د ابن سینا صدري روغتون ریاست ته چې د  ملي پراختیا ادارې ته څېرمه پنځلسمه ناحیه، قصبې سیمه کې موقیعت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۱:۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۲۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو  د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ریاستونو او دوهمي واحدونو د اړتیا وړ 42 قلمه قرطاسیه بابو تدارک کولو پروژه چې د  MOPH . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د عامې روغتیا وزارت اړوند ریاستونو او دوهمي واحدونو د 1404 هـ ش کال د ا ړتیا وړ البسې د تدارک پروژه) چې د (MOPH/NCB . . .

Back to tenders