د تړون د ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د مرکزي پولي کلینیک ریاست د ۱۴۰۴ کال لپاره د اړتیا وړ ۲۱ قلمه طبي ملزماتو د تدارکاتو قرار داد، چې د ریفرینس شمېر یې MOPH/CPC/NCB/1404/G001 ده، د احمد ضیاء حنظله تجارتي شرکت ته ورکړي.

یاد شرک د (۸۶۸۱۲) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (خیرخانه، د پروان هوټل، دوبۍ مارکیټ، دوهم منزل، کابل ښار) کې دی او د تړون ټول قیمت (۱۸۰۰۰۰۰) یو میلیونو اته سوه زره افغانی دی.

د ټولو حقیقي او حکمي کسانو د هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي، چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلې بڼه د دلایلو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نیټې څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کیږي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۱۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۸
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، د یاد وزارت اړوند (د سرطان د کنټرول . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عاجل ابن سینا روغتون  په پام کې لري لاندې تړون ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي: . . .

Back to tenders