د الحاج سناتور جنت ګل خان عالي دارالعلوم زده کوونکو ته د نشه يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو
یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې عمومي برنامې اړوند د اغوش ۱۰۰ بستریز مرکز د نشه يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د ځوانانو پر رول، د روږدیتوب د مخنیوي پر ارزښت، د روږدیتوب لاملونو، د نشه یي توکو مخنیوي برخه کې د کورنیو او ملګرو رول، د ټولنیز لید له مخې د خطرونو پر وړاندې د مبارزې لارو چارو او پر ټولنې باندې د روږدیتوب د منفي او ناوړه اغېزو په اړه زده کوونکو ته معلومات وړاندې شول.
همدارنګه، د یاد دارالعلوم مسؤلینو او استادانو د دغه ډول پروګرامونو له جوړېدو څخه هرکلی وکړ او دا ډول پروګرامونه یې د نشه يي توکو مخنیوي برخه کې اغېزمن وبلل.
