د افغانستان عامې روغتیا ملي انسټیټوټ لوی ریاست بیارغونې پروژې د تړون ورکړې خبرتیا

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د افغانستان عامې روغتیا ملي انسټیټوټ لوی ریاست بیارغونې پروژه  چی د تړون شمیره یی(MOPH/NCB/1402/W-05) ده. د (انصار افغان شیرزاد ودانیز شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت (86014) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (چپرهار زړه هډه ریاست امنیت ملی ناحیه دوهم شهر جلال آباد، مرکز ننګرهار- جلال آباد، ننګرهار) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه (710,000) اوو سوه او لس زره افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ساختماني تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د افغان اندونیزیا روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د (امنیتي کمرو د نصب او کمپیوټرونو) پروژه چې ریفرینس شمېره یې ( MOPH/1405/AFIH/NCB/G01) ده، د داوطلبۍ . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۷:۴۵
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي: . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۷:۴۹
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د الشفاء روغتون د محمد علي جناح تعمیر  په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو . . .

Back to tenders