د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د غزني له والي، مولوي عبدالصمد جاوید سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۴۶
moph

په دې لیدنه کې چې د غزني د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد زرک ځیرک هم شتون درلود، د سیمه ییز روغتون  تعمیر د پاتې چارو بشپړېدو، روغتیايي خدماتو د پراختیا او کیفیت ښه والي، راتلونکي کال لپاره د بودیجې زیاتوالي او په روغتیايي مرکزونو کې د شته ستونزو حل اړوند خبرې ترسره شوې.

د غزني والي، په یاد ولایت کې د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د حوزوي روغتون پاتې چارو بشپړېدل، راتلونکي کال لپاره د بودیجې زیاتوالی او شته ستونزو حل اړین وباله او د روغتیا وزارت له رهبرۍ څخه یې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

ښاغلي وزیر، د نوموړي غوښتنې واورېدې د خدماتو د پراختیا او ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې د غزني سیمه ییز روغتون پاتې چارې به په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS