د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د (UNDP) سازمان له مشر، ښاغلي سټیفن روډرېک سره وکتل

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۶:۸
MOPH

په دې لیدنه کې د روغتیايي مرکزونو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم جوړولو پر همغږۍ، د مراکزو د انتخاب پر څرنګوالي، د ملاریا، توبرکلوز او اېچ آی وي ناروغیو د مخنیوي، د اړوندو روغتیايي خدماتو د بیا کتنې او  شفافیت په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یاد سازمان له همکارۍ څخه په مننې د لرې پرتو سیمو لپاره د روغتیايي خدماتو، د اړمنو سیمو او روغتیايي مرکزونو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم جوړولو او د ساري ناروغیو په کنټرول کې د یو این ډي پي همکاري او همغږي اړینه وګڼله او په ټولو خدماتو کې یې د شفافیت او حساب ورکوونې اصل په نظر کې نیولو سره د خدماتو وړاندې کول اغېزمن وبلل.

دغه راز، د یو این ډي پي سازمان مشر شفافیت او حساب ورکوونه خپل لمړیتوب وباله او په وینا یې د افغانستان روغتیايي سیسټم سره به په دوامداره توګه همکار اوسي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS