د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان له سفیر، اویبیک عثمانوف او مل پلاوي سره وکتل

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۰:۴۲
MOPH

په دې کتنه کې افغانستان ته د ازبکستان هېواد څخه د درملو او طبي توکو واردولو، روغتیا برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ او افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو اړوند خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ازبکستان هېواد سره د روغتیا برخه کې دوه اړخیزې اړیکې مهمې وبللې او ویې وویل: "موږ د هېواد روغتیایي برخې پیاوړتیا لپاره د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړولو، باکیفیته درملو او عصري طبي تجهیزاتو ته اړتیا لرو، چې د دوه اړخیزو ښو اړیکو او همکاریو پر اساس کولای شو دې برخې کې پرمختګ ترسره او ناروغانو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړو".

ښاغلي وزیر دغه راز زیاته کړه، هغه درمل چې له ازبکستان او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته واردیږي باید اقلام او کمپنۍ یې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت سره ثبت او راجسټر شي.

بل لور ازبکستاني پلاوي روغتیا برخه کې په دوه اړخیزې همکارۍ خوښي څرګنده او د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړلو او باکیفیته درملو صادرولو برخه یې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

د بلخ ولایت عامې روغتيا رياست د روږدو درملنې سل بستريز روغتون کې د روان کال له پيل تر دې دمه د ۴۳۰ تنو روږدو کسانو درملنه شوې ده

د ياد روغتون امر، ډاکټر نياز محمد جويا وايي، په دغه روغتون کې د روان کال په تېرو اوو مياشتو کې (۴۶۶) تنه روږدي راجستر او بستر شوي، چې له ډلې یې (۴۳۰) تنه روغ شوي، (۵۳۳) تنه تر څارنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۱۸
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري په عاجل ابن سینا روغتون کې د آنلاین ډيټابیس سیسټم پرانيسته تر سره شوه

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شيخ محمد طاهر حليم، د اکمال تخصص لوی رئيس دوکتور نثار احمد نيازي، د وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو، د تخصصي او. . .

BACK TO NEWS