د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي هرات ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د مل پلاوي سره په ګډه په دغه ولایت کې د روږدو ناروغانو درملنې له ۱۵۰ بستریز روغتون څخه لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۹:۴۹
MOPH

په دغه لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي روږدو ناروغانو ته د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو بهیر له نږدې ولید، د ناروغانو درملنې برخه کې یې د روغتیايي کارکوونکو هڅې وستایلې او له هغوی یې وغوښتل، چې روږدو ناروغانو سره د ښه چلند سربېره هغوی ته غوره روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

د عامې روغتیا وزیر همداراز، د مل پلاوي په شتون کې د یاد روغتون له مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو سره ناسته تر سره کړه؛ تر څو د هغوی د اړتیاوو اړوند معلومات ترلاسه او ورته رسېدنه وشي، هغه د خپلې وینا پر مهال روغتیايي کارکوونکو ته سپارښتنې وکړې، چې د روږدو ناروغانو درملنې برخه کې لا زیات کار او هلې ځلې وکړي.

ښاغلي وزیر، اعتیاد یوه ناوړه پدیده او له تېر څخه راپاتې ستونزه وبلله او په وینا یې هڅه کوي، چې روږدو ناروغانو ته د درملنې لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړې او په همدې موخه د نړیوالو ادارو سره هم بوخت دې، چې د دې برخې معلومات ورسره شریک او هغوی پرې کار وکړي؛ تر څو دغه ناروغانو ته په کور دننه د غوره درملنې زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS