د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د زړه ناروغيو درملنې اړوند پروژې له مسؤلینو سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۲۳
MOPH

په دې لیدنه کې چې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مالي چارو رئیس، د معالجوي طب لوی رئیس ، د تدارکاتو رئیس ، یو شمېر نورو مسؤلینو او د کابل د اندراګاندي د ماشومانو درملنې ملي روغتون د زړه ناروغيو درملنې څانګې روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و.

په ليدنه کې د قلبي پروژې مسؤلینو خپلې ستونزې، اړتیاوې او وړاندیزونه د عامې روغتیا له وزیر سره شریک کړل.

د عامې روغتيا وزير د هغوی وړاندیزونه او غوښتنې واورېدې او د اړوندو ریاستونو مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه چې د یادې پروژې اړتیاوې ژر تر ژره وڅېړي او د حل لپاره یې لازم اقدامات ترسره کړي.

ښاغلي وزير ټینګار وکړ، د عامې روغتیا وزارت هڅه دا ده چې نه یواځې په کابل کې، بلکې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د زړه ناروغيو اړوند خدماتو کچه لوړه او پراخه کړي، تر څو د هېوادوالو لپاره د روغتیايي ستونزو د حل په موخه لا زياتې اسانتياوې رامنځته شي.

همدارنګه، په دې ليدنه کې د موجودو ستونزو د ښې ارزونې او د خدماتو د پراختیا لپاره وړاندیز وشو، چې یوه ګډه تخنیکي کاري کمېټه جوړه شي.

د همدې وړاندیز پر بنسټ د اړوندو ریاستونو له استازو څخه یوه ګډه کمېټه جوړه شوه، تر څو د زړه ناروغيو اړوند خدماتو د پراختیا برخه کې لازمې چارې پر مخ یوسي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۳:۳۸
Background image

هلمند ولایت کې ۲۱ ټنه له نېټې تېر خوراکي توکي او درمل له منځه یووړل شول

دغه خوراکي توکي او درمل د هلمند عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري د یاد ولایت سنګین ولسوالۍ کې راټول شوي وو او د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې له منځه یووړل شول.

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۳:۳۲
Background image

د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې له یو شمېر درملتونونو او پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

ياد نظارت د پروان عامې روغتیا رئیس، ډاکټر نیاز محمد مخلص او مل ټیم له لوري د چاریکار ښار اړوند یو شمېر درملتونونو او پلورنځیو څخه تر سره شو.

په دې نظارت کې ۶۱ قلمه بېلا بېل له نېټې تېر. . .

BACK TO NEWS