د د عامې روغتیا وزارت له لوري د MSIA مؤسسې سره د ۷،۷۳۱،۱۲۶ امريکايي ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو
د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل، ننګرهار، کاپیسا، بدخشان، تخار، کندز، بغلان، بلخ، جوزجان، فاریاب، هرات، کندهار، هلمند، سمنګان، غور، بامیان، پکتیا، خوست او فراه ولايتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له MSIA مؤسسې سره (۷،۷۳۱،۱۲۶) د اووه ميليونه اووه سوه يو دېرش زره يو سل شپږ ويشت ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو:
دا تړون د پنځه کلونو لپاره لاسليک شو، چې له مخې به يې د يادو ولايتونو نږدې ۶۰۰ زره تنه اوسېدونکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي.
د عامې روغتیا وزارت مسؤلينو وويل، ياد تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، ورته د لاسرسي زياتولو او د ولس د روغتيايي ستونزو کمولو په موخه لاسليک شو، چې په پلي کېدو سره به یې د يادو ولایتونو نږدې شپږ سوه زره اوسېدونکي له لومړنیو او تخصصي خدماتو برخمن او ۴۰۴ تنو ته به په بېلا بېلو روغتیايي برخو کې د کار زمينه هم برابره شي.
بل لور، د MSIA مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د پنځو کلونو په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
