د عامې روغتیا وزارت له لوري د کونړ ولايت خلکو لپاره د روغتيايي خدمتونو د پياوړتيا او پراختيا په موخه له هيلت نيټ TPO مؤسسې سره(۹۱۰۶۰۵۰) د نهه ميليونه يو سل شپږ زره او پنځوس ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو
دا تړون د يو نيم کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به يې د بنسټيزو BPHS روغتيايي مرکزونو له لارې د کونړ ولايت اوسېدونکو ته بنسټيز او تخصصي روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي.
همدارنګه، د يادې پروژې په پلي کېدو سره به شاوخوا (۱۵۱۶) تنو ته په بېلا بېلو روغتیايي برخو کې د کار زمينه هم برابره شي.
د عامې روغتیا وزارت مسؤلينو وويل، ياد تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس د روغتيايي ستونزو کمولو په موخه لاسليک شو، چې په پلي کېدو سره به یې د کونړ ولایت اوسېدونکي له اساسي روغتيايي خدماتو برخمن او ۱۵۱۶ تنو ته به د کار زمينه هم برابره شي.
بل لور، د هيلت نيټ TPOمؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو نیم کال په ترڅ کې د ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سم پلي کړي او د خلکو د روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
د يادونې وړ ده، د عامې وزارت ژمن دی چې د هېواد په ټولو ولايتونو کې د روغتيايي خدمتونو لا ښه والي او خلکو ته د اسانتياوو برابرولو په موخه له ملي او نړیوالو مؤسسو سره همکارۍ ته دوام ورکړي.
