د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د تخصصي روغتونونو د طبي تجهيزاتو، درملو او مصرفي توکو د برابرولو په موخه د عامې روغتيا وزارت ناسته ترسره شوه
د عامې روغتيا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي د تخصصي او ثالثي روغتونونو له رئیسانو سره د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د تخصصي روغتونونو اړوند طبي تجهیزاتو، درملو او مصرفي موادو برابرولو په موخه ناسته تر سره کړه:
په دې ناسته کې ډاکتر وحدت الکوزي د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د کافي پراختيايي بودجې پر موجودیت ټینګار وکړ او د روغتونونو له رئیسانو یې وغوښتل، چې خپلې اړتیاوې پر وخت شریکې کړي؛ څو یې تدارکاتي بهیر په همغږۍ تر سره او د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړ شي.
همدارنګه، د معالجوي طب لوی رئیس د خدمتونو د کیفیت لوړولو په موخه لازمې لارښوونې او د رهبرۍ هدایات له رئیسانو سره شریک کړل، تر څو د خدمتونو ښه والي او د ناروغانو اړتیاوو ته اغېزمن ځواب ویلو برخه کې اړین اقدامات تر سره شي.
دغه راز، د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیسانو د وزارت د رهبرۍ له پاملرنې څخه د مننې تر څنګ ژمنه وکړه، چې د لومړيتوبونو پر اساس به خپلې اړتیاوې په ټاکلي وخت د معالجوي طب لوی ریاست سره شریکوي او ټینګار یې وکړ، چې د تجهیزاتو، درملو او مصرفي موادو پر وخت برابرول کولای شي د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په لوړولو او ناروغانو ته په اغېزمنه رسېدنه کې بنسټیز رول ولوبوي.
