د کتلوي معافیت ملي پروګرام د درېیمې ربعې فعالیتونو ارزونه ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۲:۳۸
moph

د کتلوي معافیت ملي پروګرام عمومي مسؤل، ډاکټر عبدالحکیم همت د ۱۴۰۴ کال د درېیمې ربعې د فعالیتونو ارزونې او بیاکتنې په موخه د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)، یونیسف (UNICEF) او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کوونکو (BPHS) همکارو بنسټونو له استازو سره ناسته ترسره کړه:

په دې ناسته کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د واکسیناسیون فعالیتونه او په ۷ زونونو کې د تطبیق کوونکو مؤسسو اجراآت په هر اړخیز ډول وارزول شول. همدارنګه، د اجراآتو مهم شاخصونه، د ټاکل شویو موخو د تحقق کچه، د خدماتو کیفیت، ورته عادلانه لاسرسی او د واکسیناسیون عمومي پوښښ په دقیق ډول وڅېړل شول.

همداراز، د شریکانو ترمنځ د همغږۍ پر ښه‌ والي، د راپور ورکولو سیستم پر پیاوړتیا، په پرېکړو کولو کې د معلوماتو پر اغېزمن استعمال، د ننګونو پر حل او د خدماتو د کیفیت او دوام پر تضمین ټینګار وشو.

د ناستې په پای کې ګډونوالو د دې پروګرام د لا پیاوړتیا او په ټول هېواد کې د واکسیناسیون خدمتونو د دوامداره ښه‌ والي لپاره خپله ژمنتیا څرګنده کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS