یونیسیف ادارې د ننګرهار سیمه ییز روغتون نسایي ولادي څانګې ته د ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت دوه د عملیات میزونه ورکړل

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۳
moph

یاد میزونه د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف په شتون کې د سیمه ییز روغتون مسؤلینو ته وسپارل شول.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، د یونیسیف ادارې له دوامداره همکاریو مننه وکړه او د نورو همکاریو هیله یې څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده، چې په یاده څانګه کې په ورځني ډول ۲۵ عملیاتونه ترسره کېږي او د دغو نویو عملیات مېزونو په برابرېدو سره به د ناروغانو د خدمتونو کیفیت لا ښه، د عملیاتو بهیر به چټک او د مور او ماشوم د روغتیايي خدمتونو اسانتیاوې به نورې هم پراخې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

د هلمند ولایت عامې روغتیا ریاست اړوند د روږدو درملنې سل بستریز روغتون کې د ۴۲ تنه تداوي شویو روږدو د حرفوي زده‌ کړو فراغت مراسم ترسره شول

یاد کسان د درې میاشتو لپاره د حرفوي زده‌ کړو پروګرام کې شامل شوي وو او اوس یې د زده‌ کړو بهیر په بریالیتوب سره پای ته رسېدلی دی، چې له ډلې یې ۲۲ تنه د موټرسایکل ترمیم برخه کې او ۲۰ تنه. . .

BACK TO NEWS