د فاریاب ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت د پرله‌ پسې هڅو پایله کې وتوانېد، څو د (۱۰) خصوصي روغتونونو د نسخو لیکلو سیستم کمپیوټري کړي

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۱۱
MOPH

دغه مهم اقدام د اداري اصلاحاتو د پلي کېدو، شفافیت پیاوړتیا، د ناروغانو د معلوماتو ثبت او ساتنې په بهیر کې د نظم ښه‌والي او دقت، د اسنادو ضایع کېدو مخنیوي او ناروغانو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر د چټکتیا په موخه تر سره شوی دی.

د يادونې وړ ده، چې د نسخو کمپیوټري سیستم په پلي کېدو سره د لا ښه کنټرول، اغېزمنې ارزونې، د تېروتنو کمښت او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو زمینه برابره شوې، چې دا کار د روغتیايي خدمتونو د معیاري کېدو په لور یو اغېزمن ګام بلل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS