د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکتر محمد حسن غیاثي، د پلان او پالیسۍ له لوی رئیس او مل پلاوي هرات ته د دغه ولایت د روغتیايي خدمتونو د وضعیت ارزونې په موخه سفر ترسره کړ

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۲:۵۰
moph

همدارنګه، ا.ا.ا د ریاست‌الوزراء عالي مقام د هدایت پر بنسټ، د ټولګټو وزارت په مشرۍ د ګډ کمیسیون د پرېکړې له مخې، د رېل پټلۍ په سټېشنونو کې د هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو د برابرولو په موخه، د عاجل روغتیايي مرکزونو د جوړولو مسؤلیت د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شو.

د پرېکړې له مخې، د هرات ولایت روزنک سیمې د رېل پټلۍ په سټېشن کې یو باب عاجل روغتیايي مرکز جوړ شو، چې پکې عاجل او OPD خدمات، نسایي ولادي خدمتونه، قرنطین، تغذیه، سکریننګ، واکسیناسیون او د امبولانس خدمتونه وړاندې کېږي.

دغه راز، یاد پلاوي د هرات د سترګو حوزوي روغتون، تلاسیمیا روغتون، د خصوصي سکتور روغتیايي بنسټونه، د درملو او خوړو د تولید فابریکې، د طبي وسایلو د تولید مرکزونه او د خوړو او درملو د کنټرول لابراتوارونه هم له نږدې وکتل او مسؤلینو ته یې د چارو د لا ښه‌والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۲۸
Background image

د خراسان شهرک عالي لېسې څه باندې ۲۱۰۰ تنه زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۲۲
Background image

په لوګر کې د مېندو پاملرنې روغتیايي خدماتو د دوام لپاره تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د لوګر ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Afghan Midwives Association- AMA مؤسسې سره د (۲۹۶۰۵۴) دوه سوه شپږ نوي زره او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۵۴
Background image

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د درمل جوړونې په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم رئيس، مولوي عبدالبصیر قانع او مل تخنيکي پلاوي ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد د درملو جوړونې او صنعت د پراختیا ادارې. . .

BACK TO NEWS