د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د 1404 هجري شمسي کال لپاره د عامې روغتیا وزارت دوهمو واحدونو د اړتیا وړ ژمنۍ البسې د چمتو او تدارک پروژې تړون چې د پېژندنې شمېره یې (MOPH/NCB/1404/G-2561)ده. د (شهباز الوزې تجارتي) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (5552) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (قلعچه، کابل مرکز، کابل) کې دی او د تړون بیه (2،358،272) دوه میلیونه درې سوه اته پنځوس زره دوه سوه دوه اویا افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي اشخاصو د هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي، چې خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر درې تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند اجناسو او غیر مشورتي خدماتو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
یادونه: دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.
