د پنجشیر ولایت روغتيايي مرکزونو سره د ۹ ميليونه افغانیو په ارزښت د ژمنيو توکو مرسته وشوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۵:۴
MOPH

د پنجشیر ولایت د عامې روغتيا رئيس، ډاکتر حجت‌الله محمدي، وويل په دغه مرسته کې کمبلې، بخارۍ، ګاز، پوښونه او یو شمېر نور سون توکي شامل دي، چې د منظم پلان له مخې د ولایت د ټولو ولسوالیو او د مرکز بازارک اړوند روغتيايي مرکزونو ته وویشل شوه.

د يادې مرستې موخه د ژمي فصل لپاره د روغتيايي مرکزونو چمتووالی او د ناروغانو او روغتيايي کارکوونکو لپاره د مناسبې تودوخې شرایط برابرول دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د لوګر عامې روغتیا ریاست د کارکوونکو چارو مدیریت له مرکزي ډیټابیس سیستم سره ونښلول شو

دا اقدام د کارکوونکو چارو لوی ریاست د ډیټابیس امریت له لوري د ډیجیټل کولو پروسې د پراختیا په موخه ترسره شو، چې په وسیله به یې د یاد ریاست د تشکیل، تعیناتو او اړوندو اسنادو ارزونه او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۶:۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو ساتنې امريت له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیا خوندیتوب. . .

BACK TO NEWS