د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د دې وزارت اړوند د مرکزي ریاستونو او دوهمي واحدونو  د اړتیا وړ 27 قلمه تنظیفاتي موادو تدارک کولو) تړون چې د پېژندنې شمېره یې (MOPH/1404/NCB/G-1792)ده. د ( صفت الله رحمتي لوژستیکي خدماتو) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (D-07-206) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (ننګرهار جاده، مرکز هلمند- لشکر ګاه ښار) کې دی. چې د تړون بیه یې (2,088,950) دوه میلیونه اته اتیا زره نهه سوه پنځوس افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې خپلې نیوکې په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر دریو تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند اجناسو او غیر مشورتي تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۵:۱
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د ( د ابن سینا صدري ملي او تخصصي روغتون د 1404 مالي کال د اړتیا وړ 5 قلمه طبي تجهیزات او ماشین الاتو  برابرول او . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۹:۵۶
Background image

د تړونونو ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي: . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۱:۵۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

Back to tenders