د عامې روغتیا وزارت سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیایي کمپونو خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د سترګو پاملرنې ګرځنده ټیم د ۱۴۰۴ کال د لړم (عقرب) له ۱۷مې نېټې څخه د لړم تر ۲۹مې نېټې پورې د هیلت نېټ (HNI) موسسې په مالي ملاتړ غور ولایت ته سفر وکړي او اړمنو کسانو ته به په لاندې برخو کې د سترګو روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي:

د سترګو د پردې (کټرکت) ۴۰۰ جراحي عملیات

د مطالعې لپاره د ۸۰۰ عدده د نږدې لید عینکو وېش

د ۴۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ تنو ناروغانو درملنه او ورته د لازمو درملو وېش

له همدې امله، هغو هېوادوالو څخه چې په غور ولایت کې اوسېږي او د سترګو له ستونزو سره مخ دي، غوښتنه کېږي چې په ټاکل شوې موده کې د غور ولایت د عامې روغتیا ریاست ته مراجعه وکړي او له دې وړیا روغتیایي خدمتونو څخه ګټه واخلي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت او نظامي روغتونونو طبي اکمال تخصص بستونو ورودي (انټرانس) ازموینې خبرتیا!

https://nexa.gov.af/ps/short-list

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۴:۲۸
Background image

د  اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د اکمال تخصص پروګرام د تخصصي روغتونونو د متخصص ټرېنر بستونو د ټرېنري ازموینې محترمو نوماندانو د پام وړ:

 ټاکل شوې ده، چې د اکمال تخصص پروګرام ټرینري ازموینه د ازموینو ملي ادارې په . . .

Back to announcements