د پکتیا ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ د عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۵:۴۴
MOPH

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس، ښاغلي محمد یونس غالب، د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او د شپږو ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس، ښاغلي محمد یونس غالب وویل «دغه پروسه په بشپړه توګه شفافه ده او له هغه شرکت څخه چې بریالی کېږي، هیله لرو کارونه په دقیق او ټاکلي وخت د عامې روغتیا وزارت له شرطونو سره سم ترسره کړي؛ ځکه چې دا د عامه ګټو پروژه ده او موږ به یې له چارو څخه نظارت کوو».

بل لور، د ودانیزو شرکتونو استازو ژمنه وکړه، که په دې پروسه کې بریالي شي، د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم به عمل ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونو د جوړولو پلان لري، چې د یادې پروسې تدارکاتي چارې دوام لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS