د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د عامې روغتیا وزارت اړوند (۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ستروګو ساتلو او پاملرنې په موخه د ګرځنده کمپونو جوړولو او تجهیز لپاره د ۲۴قلمه درملو برابرولو او تدارکولو) پروژه، چې ریفرینس شمېره یې (MOPH/1404/NCB/G-1597)ده. د (سلیم سلامت تجارتي شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت د( ۶۹۳۵۵) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې د (پروان هوټل، ۱۵ناحیه، مرکز کابل) کې دی، د (2,285,999.3 ) دوه میلیونه دوه سوه پنځه اتیا زره نهه سوه نهه نوي اعشاریه درې افغانیو په قیمت ورکړي.

د ټولو حقیقي او حکمي کسانو د هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي، چې خپله نیوکه په لیکلې بڼه د دلایلو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر دریو تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو امریت ته، چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مېنې، عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وړاندې کړي.

یادونه: دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۱:۲۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو  (دنایب امین الله خان لوګري روغتون د 1404 هجری شمسی کال د ا ړتیا وړ د ډبرو سکارو د تهیه او تدارک پروژه) چې د ( MOPH . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۱:۱۲
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۱:۷
Background image

د تړون ورکړې د پرېکړې خبرتیا !

د رابعه بلخي روغتون ریاست د عقودو قانو ‍پنځه درشمې مادې د لاخه تطبیق په موخه په پام کې لري، چې د دې روغتون اړوند د 1404 مالي کال لپاره د55 قلمو لابراتواري ریجنتونه د تدارک او چمتو کولو . . .

Back to tenders