د عامې روغتیا وزارت د سترګو درملنې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

ټاکل شوې د عامې روغتیا وزارت د سترګو درملنې ګرځنده روغتیايي ټیمونه، له ۲۲/۶/۱۴۰۴ نېټې څخه تر ۲۲/۷/۱۴۰۴ نېټې پورې کندهار ولایت ته سفر وکړي او د کندهار ولایت په میرویس سیمه ییز روغتون کې اړمنو کسانو ته د سترګو درملنې خدمات وړاندې کړي، چې په دې خدماتو کې ۴۰۰ تنو ته د سترګو د کترکت پردې عملیات ترسره کول، ۷۰۰ تنو ته د نږدې لید عینکو ویش او یو شمېر ناروغانو ته چې شمېر یې له ۶۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ تنو رسېږي، درملنه او ورته د اړینو درمل ویش شامل دي.

په همدې اساس، هغه هېوادوال چې په کندهار ولایت کې ژوند کوي او د سترګو ناروغۍ ولري، خبر ورکول کېږي؛ چې په پورته ذکر شوې نېټه د کندهار ولایت میرویس سیمه ییز روغتون ته مراجعه وکړي او د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لوري د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو څخه برخمن شي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت او نظامي روغتونونو طبي اکمال تخصص بستونو ورودي (انټرانس) ازموینې خبرتیا!

https://nexa.gov.af/ps/short-list

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۴:۲۸
Background image

د  اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د اکمال تخصص پروګرام د تخصصي روغتونونو د متخصص ټرېنر بستونو د ټرېنري ازموینې محترمو نوماندانو د پام وړ:

 ټاکل شوې ده، چې د اکمال تخصص پروګرام ټرینري ازموینه د ازموینو ملي ادارې په . . .

Back to announcements