د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو  برابرو  داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ چې د ( عامې روغتیا وزارت اړوند د نائب امین الله خان لوگري روغتون لپاره د بېړنۍ پاملرنې له پروژې څخه د ډبرو سکرو اړتیا برابرول او تدارک ) په پروسه کې چې (MOPH/1404/NCB/G-2159) داوطلبې شمېرې لرونکی ده ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ د tenders.ageops.af سایټ څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سر تړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم د 30/06/1404 هـ ش نېټې،د یکشنبې په ورځ سهار تر10:00  بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د  تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستې خونې ته، چې د وزیر محمد اکبر خان مېنه، د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه قرار لري وسپاري.

 ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه(آفرونه) د منلو وړ نه دي.

 د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (50,000) پنځوس زره افغانۍ دی او د آفر پرانیستلو غونډه د 30/06/1404 هـ ش نېــټه،  یکشنبې ورځ سهار  10:00 بجو د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کېږي.

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د (هیموډیالیز پروژې اړوند د مرکز او ولایتونو ۲۵ پایې ماشینونو تدارک او چمتو کولو پروژه   ) چې د  (MOPH/1405/NCB/G . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۲۹
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامي روغتیا وزارت ریاستونو  لپاره 360 پایه لب ټاپ کمپیوترونو  تدارک او  برابرول . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

ریفرینس شمېره: MOPH/ATNHC/NCB/1405/G03

د عقودو قانون او د دې وزارت د لنډ مهاله تدارکاتي کړنلارو د احکامو پر بنسټ، په دې توګه ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د اتاترک د ماشومانو تخصصي روغتون . . .

Back to tenders