د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
moph

د هاضمي جهاز انډوسکوپي ازموینې محترمو نوماندانو د پام وړ!!!

ټولو هغو ډاکټرانو ته چې د هاضمي سیسټم انډوسکوپي ازموینې لپاره یې نوم لیکنه کړې، خبر ورکول کیږي، چې د محترمو نوماندانو اسناد د هاضمي سیسټم انډوسکوپي کمېټې لخوا ارزول شوي او د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست له لوري هغو کسانو ته چې د ازموینې وړ دي د تائید برېښنالیک لیږل شوی دی، په شرایطو برابرو نوماندانو څخه به تحریري ازموینه د 4/6/1404 نېټه سې شنبې ورځ د غرمې په 12:00 بجو د وزیر محمد اکبر خان روغتون په تالار کې اخیستل کېږي.

یادونه: له ټولو محترمو نوماندانو څخه غوښتنه کیږي، چې د ازموینې پرمهال د بریښنایي وسایلو له کارولو څخه ډډه وکړي او په ټاکل شوي وخت کې د ازموینې ځای ته حاضر شي، که نه نو وروسته مسؤلیت به پخپله د نوماندانو په غاړه وي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت او نظامي روغتونونو طبي اکمال تخصص بستونو ورودي (انټرانس) ازموینې خبرتیا!

https://nexa.gov.af/ps/short-list

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۴:۲۸
Background image

د  اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د اکمال تخصص پروګرام د تخصصي روغتونونو د متخصص ټرېنر بستونو د ټرېنري ازموینې محترمو نوماندانو د پام وړ:

 ټاکل شوې ده، چې د اکمال تخصص پروګرام ټرینري ازموینه د ازموینو ملي ادارې په . . .

Back to announcements