کابل ښار کې د یو شمیر خصوصي روغتونونو څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۸:۵۰
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د هېواد په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو او داخلي ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو د شتون او فعالیت د تنظیم په موخه یوه باصلاحيته کمیټه ټاکلې ده

د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ یوه باصلاحيته کمیټه ټاکلې؛ ترڅو د بهرنیو او داخلي ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو تحصیلي اسناد، جوازونه او د اقامت سندونه وڅېړي، چې د سرغړونو په صورت کې به قانوني اقدامات تر سره کړي.

د دغې کمیټې له خوا د پیل شوي نظارت په بهیر کې له رایل، رفاه، خیرخوا او کیشا روغتونونو څخه نظارت ترسره شو، چې د کمېټې مسؤلینو له لوي ورته د رسمي جواز اخیستلو او معیاري خدماتو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.

دغه نظارتي بهیر به له کابل وروسته نورو ولایتونو کې هم د روغتیایي قوانیو د تطبیق په موخه عملي شي او د مسؤلینو له لوري به له سرغړونکو سره قانوني چلند ترسره کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS