خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

د مشورتي خدمتونو، ساختماني، لوژستیکي، درملو د تولید او طبي تجهیزاتو شرکتونو د پام وړ!

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست له ټولو مشورتي خدمتونو، ساختماني، لوژستیکي، د درملو د تولید او طبي تجهیزاتو شرکتونو ته په ډېر درنښت خبر ورکوي، چې خپل شرکتونه د لاندې لینک له لارې:

  (https://tenders.ageops.af) د الکترونیکي تدارکاتو سایټ، د ملي تدارکاتو ریاست سره ثبت او راجستر کړي، تر څو د یاد وزارت په تدارکاتي پروسو کې شرطپاڼې د پورته لینک له لارې ډانلوډ او د تدارکاتي فرصتونو څخه په خپل وخت خبر شي.

یادونه: که تاسو د شرکت د راجسټرېشن او ډانلوډ په جریان کې له کومې ستونزې سره مخ شئ، نو کولای شئ د دې وټس اپ شمېرې لرونکي 93786180865+ (کمال الدین - نافذ) ته زنګ ووهئ یا پیغام پرېږدئ.

پته: وزیر محمد اکبرخان مېنه، د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت، د تدارکاتو ریاست.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت او نظامي روغتونونو طبي اکمال تخصص بستونو ورودي (انټرانس) ازموینې خبرتیا!

https://nexa.gov.af/ps/short-list

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۴:۲۸
Background image

د  اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د اکمال تخصص پروګرام د تخصصي روغتونونو د متخصص ټرېنر بستونو د ټرېنري ازموینې محترمو نوماندانو د پام وړ:

 ټاکل شوې ده، چې د اکمال تخصص پروګرام ټرینري ازموینه د ازموینو ملي ادارې په . . .

Back to announcements