د پولیو له منځه وړلو پروګرام د مشرتابه غړو اوونیزه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۲:۱۸
moph

یاده ناسته د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالي په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د پولیو واکسین کمپاین د پوښښ زیاتولو په موخه له درې ورځو څخه څلورو ورځو ته د یاد کمپاین غځولو او په کابل کې د پولیو پروګرام راتلونکې تخنیکي مشورتي غونډې او ستراتېژیکو بحثونو د ناستې چمتووالي اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

په دې ناسته کې د پولیو پروګرام عملیاتي کاري ګروپ ته دنده وسپارل شوه، چې د پولیو واکسین په کمپاین کې د څلورمې ورځې زیاتولو په تړاو عملي وړاندیزونه چمتو کړي؛ ترڅو د یاد کمپاین پوښښ لا زیات شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

د لغمان روغتیایي علومو انسټیټیوټ سره د ۱۸۵٬۰۶۰ افغانیو په ارزښت د طبي او تدریسي توکو مرسته وشوه

یاده مرسته د عامې روغتیا وزارت د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټیټوټ له لوري وشوه، چې موخه یې د لغمان ولایت د نوي تأسیس شوي روغتیایي علومو انسټیټیوټ د زده‌ کړو بهیر پیاوړتیا، د زده‌. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۳:۰
Background image

د کونړ ولایتي روغتون سره د ۱۵۵٬۰۰۰ افغانیو په ارزښت د طبي مصرفي توکو مرسته وشوه

دغه توکي د جلاله خیریه بنسټ له لوري د اسعدآباد ولایتي روغتون د هیموډیالیز څانګې د خدماتو لا ښه والي په موخه د کونړ ولایت عامې روغتیا ریاست ته وسپارل شول.

د کونړ عامې روغتیا ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۵۸
Background image

د کندز ولایت د روږدو درملنې ۸۰ بستریز روغتون په انګړ کې د سالم او زرغون چاپېریال په موخه د نیالګیو کېنولو پروګرام پیل شو

د کندز ولایت د روږدو درملنې ۸۰ بستریز روغتون په انګړ کې د چاپېریال ساتنې او زرغونتیا فرهنګ د ودې په موخه د نیالګیو کېنولو پروګرام د یاد روغتون د ځینو مسؤلینو په شتون کې پیل شو.

په دې. . .

BACK TO NEWS