د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د استقلال روغتون په پام کې لري؛ څو د اړتیا وړ 120 قلمه طبي ملزمې چمتو کول او تدارک چې د ریفرینس ګڼه یې MOPH/EH/NCB/1403/G008 ده تړون یې د (قیس انیل تجارتي شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت (0101-6677) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې ( هوټل پروان - دخیرخانې دریمه حصه - کابل) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه یې (6923020) شپږ میلیونه نه سوه درویشت زره اوشل افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر اوو (۷) تقویمي ورځو د استقلال روغتون ته، چې په شپږمه ناحیه - دارالامان عمومې سرک  -  علاوالدین درې لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۱:۳۲
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د  عامې روغتیا وزارت د اړتیا وړ 84 قلمه تونر او رنګ بابو برابرول او تدارک پروژه د 1404 هـ ش کال لپاره) چې د ( MOPH . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۱:۱۲
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د عامې روغتیا وزارت اړوند مرکزي ریاستونو او دوهمي واحدونو لپاره د 1404 هجري شمسي کال د اړتیا وړ د دوه قسمه تیلو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

Back to tenders