د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت اړوند درې مرکزي روغتونونو لپاره نوي رئیسان معرفي شول

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۲ - ۱۲:۳۸
moph

د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر رئیس، ښاغلي ملا محمد حسن محمدزي له لوري ښاغلی حمید الله نوید د دشت برچي ۱۰۰ بستریز روغتون د رئیس، ښاغلی نقیب الله جمشید د ۵۰ بستریز روغتون د رئیس او ښاغلی اسدالله د معلولینو او فزیکي بیارغونې روغتون د رئیس په توګه د یادو ریاستونو کارکوونکو ته وروپېژندل شول.

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر رئیس ښاغلي ملا محمد حسن محمدزي تغیر او تبدیل او له احکامو پیروی د نظام مهم اصل یاد کړ او د ریاست الوزراء د محترم مقام د حکم له مخې د روغتیايي چارو د ښه والي او غوره همغږۍ په موخه یې نوموړي کسان  یادو ریاستونو ته وروپېژندل.

د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر رئیس د یادو روغتونونو  نويو معرفي شویو رئيسانو ته په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه او د یادو ریاستونو له کارکوونکو یې وغوښتل، چې د تېر په څېر خپلو همکاریو ته دوام ورکړي؛ تر څو د اړمندو هېوادوالو روغتیايي ستونزې حل او پر وخت ورته رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۷
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلسیمیا ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د روغتیايي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۵:۱
Background image

پکتیکا ولایت کې (۴۴۵) کيلو ګرامه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل شول

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د دې ولایت په زېړوک او نکه ولسوالیو کې له خصوصي روغتيايي سکتور او د خوراکي توکو يو شمېر پلورنځيو څخه ګډ نظارت نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د وينې ملي بانک امر، ډاکټر نيازګل نيازمند:

تېر کال کې په مرکزي وینې بانک کې ١٣٥٦١ پاینټه وینه د تلسیمیا ناروغانو ته اهدا شوې ده، چې په اوسط ډول هره ورځ نږدې ۵۰ ناروغانو ته وینه برابریږي.

BACK TO NEWS