د افغانستان  اسلامي امارت د عامي روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو د عامي روغتیا له رئیسانو سره  انلاین لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۲:۱۶
MOPH

په دې لیدنه کې چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، مولوي عبدالولي حقاني هم په کې شتون درلود، د یادو ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو د روغتیا په برخه کې په دې ولایتونو کې موجوده ستونزې او وړاندیزونه د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریک کړل او  د حل غوښتنه یې وکړه.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د یادو ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او ویې ویل: (د افغانستان اسلامي امارت رهبري او د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، چې  د روغتیا په برخه کې شته ستونزې حل کړي؛ تر څو د ټولو هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته پر وخت رسېدنه ترسره او ټولو ته په مساوي ډول غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.)

ښاغلي وزیر همداراز د روغتیا په برخه کې د ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو د عامې روغتیا د رئیسانو د ستونزو او وړاندیزونو د حل په موخه یوه کمېټه وټاکله؛ تر څو د ستونزو له څېړلو وروسته د دغه وزارت د امکاناتو په پام کې نیولو سره یې د حل په موخه لازم اقدامات ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۸:۴۳
Background image

بغلان ولایت ته د عامې روغتیا وزیر سفر

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي قلندر عباد او ورسره مل پلاوي د بغلان ولایت د بغلان ولسوالۍ مرکزي روغتون له یو شمېر  څانګو څخه لیدنه ترسره او هم یې د روغتیایي خدماتو ښه والي په موخه روغتیایي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

بغلان ولایت ته د عامې روغتیا وزیر سفر

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، ډاکټر قلندر عباد په بغلان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شوو هېوادوالو سره د ليدنې پر مهال د غوره روغتیایي خدماتو وړاندې کولو ډاډ څرګند کړ.

د عامې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۳:۴۵
Background image

بغلان ولایت سیلاب ځپلو ته مجهز روغتیایي واستاول شو

د بغلان ولایت سېلاب ځپلو ته  د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کېدو په موخه د کندز ولایت څخه مجهز روغتیایي ټیمونو استول شوي دي.

د کندز د عامې روغتیا رئیس، ډاکتر محمدالله حکمت له لوري د. . .

BACK TO NEWS