د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۱۳:۵۷
moph

په دې لیدنه کې په ولایتونو کې د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا، په روغتونونو کې د معیاري خدمتونو پر وړاندې کولو او د روغتیا په برخه پر موجوده ستونزو بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا ټینګار ته په اشارې له ولایتي مسؤلینو وغوښتل، تر څو  د ولایتونو په ټولو روغتونونو او روغتیايي مراکزو کې هېوادوالو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې او د هغوی روغتیايي ستونزو ته پر وخت رسېدنه ترسره کړي.

د عامې روغتیا وزیر همداراز د روغتیا په برخه کې د ولایتي رئیسانو ستونزې واورېدې او د بشپړ حل ډاډ یې ورکړ.

له بل لوري د ولایتونو د عامې روغتیا ښاغلو رئیسانو د روغتیايي ستونزو د حل او د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره د غوره همغږۍ په موخه د ورته انلاین لیدنو ترسره کول اړین وبلل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۷
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلسیمیا ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د روغتیايي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۵:۱
Background image

پکتیکا ولایت کې (۴۴۵) کيلو ګرامه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل شول

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د دې ولایت په زېړوک او نکه ولسوالیو کې له خصوصي روغتيايي سکتور او د خوراکي توکو يو شمېر پلورنځيو څخه ګډ نظارت نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د وينې ملي بانک امر، ډاکټر نيازګل نيازمند:

تېر کال کې په مرکزي وینې بانک کې ١٣٥٦١ پاینټه وینه د تلسیمیا ناروغانو ته اهدا شوې ده، چې په اوسط ډول هره ورځ نږدې ۵۰ ناروغانو ته وینه برابریږي.

BACK TO NEWS