په هیواد کې د جینومیک سيکوينسينګ  لومړنی لابراتوار ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

Panah_moph
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۳۱ - ۱۸:۴۰
نخستین لابراتوارجینومک سیکوینسنگ به سطح کشور به بهره داری سپره شد

 د عامې روغتیا سرپرست وزير  ډاکټر قلندر عباد نن د جینومیک سیکوینسنګ لابراتوار پرانیست او ګټې اخيستنې ته يې وسپاره.

 دا د جینومیک سيکوينسينګ لومړنی لابراتوار دی چې د هیواد په کچه د کابل په مرکزي لابراتوارونو کې ګټې اخيستنې ته سپارل شوى او په پام کې ده چې په دغه لابراتوار کې د کرونا ویروس ټول  ډولونه تشخيص  شي.

 د عامې روغتیا  سرپرست وزير  د کرونا ویروس د بېلابېلو ډولونو د تشخيص  په برخه کې د دغه لابراتوار جوړېدل یو ښه ګام وباله او ویې ویل، چې له دې وروسته به د هېواد دننه د کرونا ویروس ټول ډولونه تشخيص  کړو.

 نوموړي دغه راز په هېواد کې د تشخیصي خدمتونو پر ښه والي ټینګار وکړ او ویې ویل، هڅه کوو چې په هېواد کې د تشخیصي خدمتونو د لا ښه والي لپاره هڅې وکړو، ترڅو ټول ناروغان په هېواد کې تشخیص شي او خلک بهر  تګ ته اړ نه شي.

 ډاکټر عباد زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد روغتیايي کارکوونکو ملاتړ ته ژمن دی، ترڅو د طبي علومو په برخه کې پرمختګ وشي.

 په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر عمر مشعل د دغه لابراتوار له پرانېستلو خوښي وښوده او ټینګار یې وکړ چې دغه اداره له عامې روغتیا وزارت سره همکارۍ ته ژمنه ده.

 دغه لابراتوار د روغتیا نړیوال سازمان په مالي مرسته د کابل په مرکزي لابراتوارونو کې جوړ شو.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۳:۱
Background image

په خوست کې د عامې روغتیا له مسئولینو سره د روغتیايي خدمتونو مرستیال ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي خوست ته د سفر پرمهال د عامې روغتیا ریاست مسئولینو او کارکوونکو سره ناسته ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۲:۵۱
Background image

د خوست ولایت عامې روغتیا ریاست سره د ۷ میلیونه یورو مرسته وشوه

یاده مرسته چې د اروپایي ټولنې له لوري د خوست د عامې روغتیا ریاست د لابراتوار څانګې د پیاوړتیا او ساري ناروغیو د مخنیوي په موخه شوې، پر مهال یې د خوست والي، ښاغلي عبدالقیوم روحاني او په. . .

BACK TO NEWS