د پالیسۍ او پلان مرستیال او مل پلاوي د مولانا نړیوال خصوصي روغتون څخه لیدنه وکړه

Panah_moph
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲ - ۱۴:۴۶
د پالیسۍ او پلان مرستیال او مل پلاوي د مولانا نړیوال خصوصي روغتون څخه لیدنه وکړه

دوشنبه، کب ٢/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکتر محمد حسن غیاثي او ورسره مل ټیم د بلخ ولایت د مولانا نړیوال خصوصي روغتون څخه لیدنه وکړه او په دغه روغتون کې یې د روغتیايي خدمتونو له وړاندې کول له نږدې څخه وارزول.

په دې ارزونه کې د عامې روغتیا وزارت مشرتابه د مولانا روغتون له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه او له ارزونې وروسته یې پایلې د قناعت وړ وبللې.

دغه راز مشرتابه چې د روغتون له ارزونې وروسته کومې ستونزې وموندلې د روغتون له مسوولینو سره شریکې کړې او لارښوونه یې وکړه چې د حل په موخه یې ورته رسیدګي وکړي، تر څو اړمنو کسانو ته د معیاري او باکیفیته روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره شي.

له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي قوانینو د تطبیق د اروزنې رئیس ډاکتر سید رسول منګل د بلخ ولایت د میرسالار خصوصي روغتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او په دغه روغتون کې یې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو چارې له نږدې وارزولې.

ډاکتر منګل او مل ټیم تر خپلو ارزونو وروسته د روغتون څو وارډونه د روغتیایي سرغړونو له امله وتړل او د روغتون مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم خپل روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي، که نه نو له جدي او قانوني چلند سره به مخ شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۴:۲۴
Background image

د مرکزي او ولایتي روغتونونو ٣٠ تنه ډاکټرانو او نرسانو ته د ناروغیو کنټرول او مخنیوی (IPC)برخه کې څلور ورځنۍ روزنیز ټریننګ ورکړل شو

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټېټیوټ په تالار کې د خیر خانې ١٠٢ بستریز او کندهار، هلمند، سمنګان،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۰:۵۹
Background image

هرات او زابل ولایتونو کې د درملو یو شمېر تولیدي کار خونو، درملتونونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې ۳ درملتونونه او ۲ روغتیایي کتنځایونه د قانوني اسنادو نه لرلو له امله وتړل شول او هرات ولایت کې ۲۶ قلمه. . .

BACK TO NEWS