د روغتونونو د مدیریت په برخه کې ۶ ورځنۍ روزنيزه دوره پیل شوه
د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست له لوري د روغتونونو د مدیریت په برخه کې د مرکزي او ولایتي روغتونونو د مدیریتي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه ۶ ورځنی ورکشاپ پیل شو.
دغه ورکشاپ به په درې پړاوونو کې چې دوه به یې په مرکز او یو پړاو به یې په ولایتونو کې ترسره شي او په ترڅ کې به یې د مرکزي او ولایتي روغتونونو مدیریتي کارکوونکو ته د روغتونونو د مدیریت اړوند مهارتونه او معلومات ورکړل شي.
د یاد ورکشاپ موخه د روغتونونو د مدیریتي کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د مدیریتي چارو لا ښه تنظیم او په روغتیايي مرکزونو کې د خدمتونو د وړاندې کولو د بهیر لا پیاوړتیا بلل شوې ده.
