د جنګلک د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون د نشه يي توکو مخنیوي ټیم له لوري د خواجه بغرا نمبر ۲ عالي لېسې زده کوونکو ته د عامه پوهاوي غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۴۰
MOPH

د دې غونډې اساسي موخه د زده کوونکو د پوهاوي کچې لوړول وو؛ تر څو هغوی د نشه‌ يي توکو له خطرونو او ناوړه پایلو څخه خبر او د دې زیانمنې پدیدې د خپرېدو مخنیوي لپاره اغېزمنې لارې چارې ولټول شي.

په دې غونډه کې د جنګلک ۴۵۰ بستریز روغتون د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ټيم د نشه‌ يي توکو د منفي او تخریبي اغېزو په اړه معلومات وړاندې او د ځوانانو د پوهاوي کچې لوړول یې د سالم ژوند په دودولو کې مهم وباله. نوموړي ټینګار وکړ، چې روږدیتوب یوازې یو فردي ستونزه نه ده، بلکې یوه جدي ټولنیزه او روغتيايي ستونزه ده، چې کورنۍ او ټولنه اغېزمنوي.

د یادونې وړ ده، چې دا ډول غونډې کولای شي، د نشه يي توکو پر لور د ځوانانو د لېوالتيا په کمولو او د یوې سالمې او باخبره ټولنې په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۳۷
Background image

د تخار په ولایتي روغتون کې د جدي پاملرنې ۱۰ بستريزه څانګه پرانیستل شوه

د تخار په ولایتي او تخصصي روغتون کې د جدي پاملرنو (ICU) ۱۰ بستریزه څانګه د عامې روغتیا وزارت له داخلي بودجې څخه د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

 د دغې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د عامې روغتيا وزارت د ناروغيو کنټرول او مخنيوي لوی ریاست کې د خپل منځي همغږۍ پیاوړتیا او د ياد رياست د فعاليتونو په اړه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتيا وزارت د ناروغيو کنټرول او مخنيوي لوی رئیس دوکتور احمد سير پاڅون، اړوندو رئیسانو او د ډيپارټمنټونو مسؤلینو شتون درلود، د مسؤلینو تر منځ د اغېزمنې همغږۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د هلمند د ګرشک ولسوالۍ ۵۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د یاد روغتون د بنسټ ډبره د دغه ولایت د مرستیال والي، عامې روغتیا رئیس، یو شمېر مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو په شتون کې کېښودل شوه.

دغه روغتون د عامې روغتیا وزارت له. . .

BACK TO NEWS