د نس ناستي ناروغي!

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۹:۴۶
moph

نس ناستی په ماشومانو کې یوه عامه روغتیايي ستونزه ده؛ خو د مناسبې پاملرنې او پر وخت درملنې له لارې د ناوړه پایلو مخه نیول کېدای شي.

د ماشومانو د نس ناستي پر مهال لاندې سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړئ:

- ماشوم ته د اوبو کموالي د مخنیوي لپاره د روغتیايي کارکوونکي د سپارښتنې له مخې د او آر ایس (ORS) محلول ورکړئ.

- د مور شیدې ورکول مه بندوئ او تر څنګ یې ماشوم ته د عمر سره سم خواړه ورکړئ.

- د زینک د استعمال په اړه د روغتیايي کارکوونکي مشوره واخلئ.

- که ماشوم ډېر بې‌حاله وي، اوبه ونه شي څښلی، سترګې یې ژورې شوې وي، په غایطه موادو کې یې وینه موجوده وي او یا د اوبو د کمښت نښې ولري، ژر تر ژره روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړئ.

- په خپل سر انټي‌بیوټیک یا نور درمل مه ورکوئ.

د ماشوم د نس ناستې پر مهال تر ټولو مهم کار: د اوبو د کمښت مخنیوی او پر وخت روغتیايي پاملرنه ده.

د عامې روغتیا وزارت

د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست!

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۱
Background image

د خوړو او درملو مرستیال په ممبۍ کې د کیفیت کنټرول له خصوصي لابراتوار څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او مل پلاوي هند هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې په ممبۍ ښار کې د درملو او خوراکي توکو د کیفیت کنټرول خصوصي لابراتوار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۹:۴۶
Background image

د نس ناستي ناروغي!

نس ناستی په ماشومانو کې یوه عامه روغتیايي ستونزه ده؛ خو د مناسبې پاملرنې او پر وخت درملنې له لارې د ناوړه پایلو مخه نیول کېدای شي.

د ماشومانو د نس ناستي پر مهال لاندې سپارښتنو ته جدي. . .

BACK TO NEWS