د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د ختیځ او جنوب ختیځ زون د ولایتونو عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۵
moph

په دې غونډه کې چې د عامې روغتیا وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو او د اړوندو ریاستونو استازو حضوري او د ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو انلاین ګډون کړی و، موخه يې د مرکز او ولایتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د شته ستونزو ارزونه او په ولایتي کچه د روغتیایي پروګرامونو د ښه پلي کېدو او پر وخت اجرااتو لپاره د لازمو تدابیرو نیول وو.

همدارنګه، په یاده غونډه کې ولايتي مسؤلينو خپلې ستونزې، اړتیاوې او غوښتنې له مرکزي مسؤلینو سره شريکې او يو شمېر وړاندېزونه يې مطرح کړل او د مرکزي مسؤلینو له لوري ورته ځوابونه وړاندې، د همکارۍ او ستونزو حل ډاډ ورکړل شو.

همداراز، ښاغلي مرستیال له يو بل سره پر ښې همکارۍ او همغږۍ ټينګار وکړ او ولايتي مسؤلينو ته يې سپارښتنه وکړه، چې خپلې ستونزې او غوښتنې د ولایتونو د روغتیا همغږۍ ریاست له لارې له مرکز سره په رسمي ډول شريکې کړي؛ څو ورته مناسبې حل لارې پيدا او پر وخت حل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳
Background image

د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ اړوند د هیلګل روغتیایي ځالې ودانۍ د ۸.۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د یاد روغتیایي مرکز ودانۍ د کونړ عامې روغتیا ریاست په هڅو او د (IOM) سازمان په مالي همکارۍ جوړه شوې، چې په فعالیت سره به یې د سیمې ۳زره نه تر ۵زره اوسیدونکي په معیاري تعمیر کې روغتیایي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۴:۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست له لوري د څېړنې مېتودولوژۍ اووه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست له لوري د اکمال تخصص برنامې د ټریني ډاکټرانو د علمي او څېړنیزو وړتیاوو لوړولو په موخه استقلال روغتون کې د څېړنې مېتودولوژۍ (Research. . .

BACK TO NEWS