ډاکټر عبدالقدوس بریالي د پولیو واکسین د روان کمپاین څارنې او لا ښه تطبیق په موخه هلمند ته سفر ترسره کړ

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۱۸
moph

د عامې روغتیا وزارت د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، ډاکټر عبدالقدوس بریالي د پولیو واکسین د روان کمپاین څارنې او لا ښه تطبیق په موخه هلمند ته سفر ترسره کړ:

د یاد سفر په ترڅ کې ډاکټر عبدالقدوس بریالي د هلمند ولایت د نهر سراج ولسوالۍ د عامې روغتیا له مسؤل، د پولیو واکسین کمپاین له ټیمونو او نظارت کوونکو سره ولیدل؛ د ټیمونو د ژمنتیا او سخت کار ستاینه یې وکړه او هغوی یې وهڅول، چې د باکیفیته او اغېزمنو کمپاینونو تطبیق لپاره خپلې هڅې لا ډېرې کړي.

همدارنګه، ډاکټر عبدالقدوس بریالي وویل، د ټولو اړخونو نږدې همغږي کولای شي، د کار پر مهال شته ستونزې حل کړي.

موږ ژمن یو چې هر ماشوم ته ورسېږو او له پولیو پاک راتلونکی جوړ کړو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS