پکتیا ولایت کې د ۱۱۴ خالي بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۲:۳۹
MOPH

د عامې روغتیا وزارت له لوري د پکتیا ولایت حوزوي روغتون او د ولسوالیو روغتیايي مرکزونو د ۱۱۴ خالي بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه واخیستل شوه

یاده ازموینه د عامې روغتیا وزات د معالجوي طب عمومي رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي، ورسره مل پلاوي او پکتیا ولایت مقام د استازو په شتون کې د لابراتوار، واکسیناتور، فزیوتراپي، نرسنګ، MD، خدماتي، قابلګي او اداري څانګو کې له ۲۴۸ تنو څخه د ازادې سیالۍ له لارې واخیستل شوه.

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب عمومي رئیس وویل، دا هغه خالي بستونه دي، چې څه موده وړاندې د ADDA مؤسسې له لوري له منځه تللي وو، چې اوس په کې باید وړ او مسلکي کسان ځای پر ځای شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۷
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلسیمیا ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د روغتیايي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۵:۱
Background image

پکتیکا ولایت کې (۴۴۵) کيلو ګرامه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل شول

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د دې ولایت په زېړوک او نکه ولسوالیو کې له خصوصي روغتيايي سکتور او د خوراکي توکو يو شمېر پلورنځيو څخه ګډ نظارت نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د وينې ملي بانک امر، ډاکټر نيازګل نيازمند:

تېر کال کې په مرکزي وینې بانک کې ١٣٥٦١ پاینټه وینه د تلسیمیا ناروغانو ته اهدا شوې ده، چې په اوسط ډول هره ورځ نږدې ۵۰ ناروغانو ته وینه برابریږي.

BACK TO NEWS