په کابل کې د روغتونونو د فعالیتونو ارزونې درې ورځنی ورکشاپ پرانیستل شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني کابل کې د یو شمېر تخصصي او ثالثي روغتونونو د تېرو فعالیتونو د ارزونې درې ورځني ورکشاپ پرانیسته ترسره کړه
یاد ورکشاپ چې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست له لوري جوړ شوی، په کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، روغتیا نړیوال سازمان استازو، د کابل د بېلابېلو روغتونونو رئیسانو او روغتیایي کارکوونکو ګډون درلود.
ښاغلي مرستیال د روغتونونو مسؤلینو ته د خدماتو د کیفیت ښه والي، شفافیت رامنځته کولو، ستونزو ته د حل لار پیدا کولو او د خدماتو د ارزونې منظم ترسراوي په اړه لازمې سپارښتنې وکړې؛ څو روغتیایي خدمات منظم او د معیار مطابق ترسره شي.
همدارنګه، د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي، په روغتونونو کې د خدماتو د کیفیت لوړولو او نظم رامنځته کولو په اړه اړینې سپارښتنې وکړې؛ څو ناروغانو ته ګڼې روغتیایي اسانتیاوې رامنځته شي.
په یاد ورکشاپ کې د بېلابېلو روغتونونو مسؤلینو د ترسره کېدونکو خدماتو، پرمختګونو او ستونزو په اړه د معلوماتو شریکولو ترڅنګ خپل وړاندېزونه له مسؤلینو سره شریک کړل او د مسؤلینو له لوري ورته د حل او همکارۍ ډاډ ورکړل شو.