هلمند ولایت کې څه باندې ۱۱ ټنه قاچاقي او غیرقانوني درمل او خوراکي توکي له منځه یووړل شول

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۴:۵۹
moph

د هلمند ولایت عامې روغتیا ریاست د نظارتي فعالیتونو او د امنیتي او استخباراتي ادارو په همکارۍ د تېرو ۳ اوونیو په ترڅ کې څه باندې ۱۱ ټنه قاچاقي درمل او ۳۵۰ کیلوګرامه خوراکي توکي راټول او ضبط کړل.

یاد درمل او خوراکي توکي د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې د هلمند ښاري محکمې د حکم او نافذه قوانینو له مخې د دغه ولایت په قلعه‌ بس‌ ریګ سیمه کې له منځه یووړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۴۷
Background image

د کونړ د عامې روغتیا ریاست روزنیز تالار لپاره د لمریزې برېښنا سیستم فعال او پرانيستل شو

د کونړ ولایت عامې روغتیا ریاست د روزنیز تالار د برېښنا اړتیاوو د پوره کولو په موخه د ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د یونیسف په مالي ملاتړ د لمریزې برېښنا سیستم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۴۳
Background image

په کونړ کې د کتلوي معافیت پروګرام د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

په کونړ ولایت کې د کتلوي معافیت پروګرام د ودانۍ بنسټ ډبره د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ، د ۱۵.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت، د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري کېښودل شوه.

دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۴۰
Background image

په کندهار ولایت کې د خوړو او درملو د وضعیت ارزونه پیل شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د خوړو د تحلیل او څارنې رئیس ډاکټر سید مؤمن خان فدایي کوي، د څارنې او پلټنې د پیاوړتیا، د شته ستونزو حل او د خوړو او. . .

BACK TO NEWS