هلمند ولایت کې دوه موټره قاچاقي درمل ونیول شول

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۳:۳۲
MOPH

دوه موټره درمل چې غوښتل یې له قاچاقي لارې هېواد ته داخل شي، د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ د جرمونو د څار آمریت له لوري په مارجه ولسوالۍ کې ونیول شول.

یاد درمل د هلمند د عامې روغتیا رئیس، مولوي فضلي احمد شفیع الله او د یاد ریاست د یو شمېر نورو مسؤلینو په لارښوونه د عامې روغتیا ریاست مرکزي ګدام ته ولېږدول شول.

 دغه نیول شوی درمل چې ۶۳ قلمه او مجموعي اندازه یې ۴۶۷ کارتنه کېږي، ډېر ژر به د ټاکل شوي هیئت په شتون کې له منځه ولاړ شي.

د هلمند د عامې روغتیا ریاست د عمده درمل پلورنځیو ټولو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې په قاچاقي لارو د درملو له واردولو څخه ډډه وکړي، چې د سرغړونې په صورت کې به یې درمل ضبط او له منځه ولاړ شي او سرغړونکي به عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲۲
Background image

د بلخ لپاره د ۴۵۶ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ار ایچ ډي او (RHDO) مؤسسې سره د (۴۵۶۱۳۶) څلور سوه شپږ پنځوس زره یو سل شپږ دېرش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲۰
Background image

د کابل ښار په استاد عبدالحق بېتاب لېسه کې د څه باندې ۸۰۰ زده‌ کوونکو په شتون کې د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۱۷
Background image

د ننګرهار سلطانپور روغتیايي مرکز ته د ۲۷۶ زره افغانیو په ارزښت مرستې وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ سلطانپور روغتیایي مرکز سره د ۲۷۶ زره افغانیو په ارزښت د یو شمېر اړینو توکو، درملو او وسایلو مرسته وشوه

دغه مرسته چې د مومن ګروپ کمپنۍ له لورې شوې، د یو. . .

BACK TO NEWS