ننګرهار کې د دوو درملیزو شرکتونو  څانګې د لوړو بیو له امله وتړل شوې

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۲:۳
MOPH

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست څارنې او پلټنې آمریت له لوري د جلال اباد ښار دوهمي ناحیې اړوند، سیمو کې د درملیزو شرکتونو څخه نظارت ترسره شو، چې په پایله کې یې دوه درملیزې څانګې په لوړه بیه د درملو پلورولو او روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شوې.

همداراز یو اندازه له نېټې تېر درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي زیرمتون ته ولېږدول شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د څه باندې ۱۰۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د راډیولوژي انسټېټیوټ لپاره د MRI دستګاه پېرل کېږي

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د ناروغیو د تشخیص په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د ۱۴۰۵ مالي کال له داخلي بودیجې څخه د راډیولوژي انسټېټیوټ لپاره د یوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۴۰
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د عزيزي بانک په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ۶۶ تنو مسولینو او مراجعينو څخه ۳۳ زره سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۳۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، هرات، نیمروز او فراه ولایتونو کې د غیرساري ناروغیو او د مخنیوي لارو چارو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

د یادو پروګرامونو په ترڅ کې خلکو ته د غیرساري ناروغیو د خطر لاملونو، د مخنیوي لارو چارو او د سالم ژوند د ارزښت په اړه معلوماتي او وقایوي بروشرونه او پوسټرونه ووېشل شول.

د عامې روغتیا. . .

BACK TO NEWS