ننګرهار او هلمند ولایتونو له یو شمېر روغتیایي مرکزونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۲:۵۹
moph

یاد نظارت د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې ننګرهار ولایت کې درې لابراتوارونه، څلور روغتیایي کتنځايونه، دوه الټراساونډ خونې او درې د غاښونو کلینیکونه له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې او خپل سري فعالیتونو له امله وتړل شول.

دغه راز، هلمند ولایت کې ۲۰ قلمه له نېټې تېر درمل، ۳۰ قلمه له نېټې تېر خوراکي توکي او ۷ بوتله او ۵  کڅوړې له نېټې تېر پروټیني مواد، چې ټول ۱۵ کارټنه کېږي، راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګدام ته ولېږدول شول.

په دغه نظارت کې اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې، چې د عامې روغتیا وزارت پالیسۍ سره سم فعالیتونه تر سره او خلکو ته معیاري خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني او مل تخنیکي ټیم روزګان ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د عامې روغتیا له رياست څخه ليدنه وکړه

په دې لیدنه کې د روغتیایي خدماتو ښه والي او شته ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې، چې د داخلي تفتیش رئیس مولوي محمد سلیم حقاني د یاد ریاست مسؤلینو ته د خدماتو لا ښه والي او اغېزمنتیا په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د کتلوي معافیت د نوې ودانۍ پرانیسته ترسره کړه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس ډاکتر عنایت الله عنایت، د هلمند مرستیال والي مولوي محمد نبي حماس، د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس مولوي. . .

BACK TO NEWS