فراه او بلخ ولایتونو له شمېر روغتیایي مرکزونو، درملتونونو او رسټورانټونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۴:۵۴
MOPH

دغه نظارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې فراه ولایت کې یوه اکسری خونه، دوه درملتونونه او بلخ ولایت کې اته رسټورانټونه له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې او حفظ الصحې نه مراعتولولو له امله وتړل شول.

دغه راز، د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیایي قوانینو مراعتولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې؛ ترڅو د بې کیفیته او غیر معیاري خدماتو مخه ونیول شي او د خلکو روغتیا خوندي شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS